CRI Online

د چين د صدراعظم لي که چيانګ په مشرۍ د دولتي شورا نوبتي غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2020-03-04 11:37:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د صدراعظم لي که چيانګ په مشرۍ د دولتي شورا نوبتي غونډه د مارچ په ۳مه نېټه تر سره شوه. په دغې غونډې کې د کارونو د موندلو، پولي چارو، بهرني تجارت، بهرنيو پانګو، پانګونو او د راتلونکي باور د استقرار او ټيکاو په برخو کې کاري ميکانيزم بشپړ شو. نوموړي وويل، چې د چين حکومت به د ويروس د خپرېدلو له امله شوې منفي اغېزه کمه کړي، د اقتصاد او ټولنې ثبات به وساتي، د ترانسپورټ او د موادو انتقال په برخو کې به ستونزې ژر حل کړي او وده به ورکړي، د ماليې په برخه کې به له بېلابېلو سيمو څخه ملاتړ وکړي او د خلکو د ژوند سويه او معاش او د ټولنې پرمختګ به وساتي. (فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای