CRI Online

د چين خپرندويې ټولنې ايران ته د نوي کورونا ويروس ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول کتابونو کاپي حق ورکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-03-04 11:37:40

پدې وروستيو کې ، په ايران کې د نوي کورونا ويروس د ناروغۍ خپرېدل په نړۍ کې د پراخې انديښنې لامل شوی. يو شمېر چيني مطبعو په دې وروستيو کې ايراني مطبعو ته د نوي کورونا ويروس ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول په اړه د اړوندو کتابونو کاپي حق وړاندې کړی څو ايرانيان په سيستماتيک ډول له دې ناروغۍ سره مقابله وکړي.

د چين د کلتور د ژباړې او مطالعې ملاتړ ويبپاڼه يو عام خدمتي ډګر دی چې له نړيوالو لوستونکو سره مرسته کوي ترڅو پر وخت غوره چيني کلتوري کتابونو ته لاس رسی ولري، ويې ژباړي او شريک يې کړي. د کورونا ويروس ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول په اړه ۳ کتابونه د يادې ويبپاڼې له لارې د ايران بازار ته داخل شوي دي. دا درې کتابونه " د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنټرول لپاره د پروفيسر جانګ ون هونګ تګلاره " ، "د نوي کورونا ويروس د ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول د لارښود کارټون نسخه" او" د نوي کورونا ويروس پروړاندې محافظت "دي.

د يادې ويبپاڼې مسؤلې شيو دونګ هاو وويل چې د نوموړو ۳ کتابونو د کاپي حق له جواز څخه په ايران کې تر ژباړې او چاپ پورې يوازې له يوې اوونۍ څخه لږ وخت ته اړتيا وه. له دې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره د چين زيات شمېر چاپونکو په وړيا ډول ايراني چاپونکو ته د کاپي حق ورکولو لپاره فعال ګامونه اخيستي دي. مېرمن شيو خبريال ته داسې وويل

(اواز ۱ )

له څو ورځو راهيسې په ايران کې د ناروغۍ وضعيت جدي شوی ، نو ما له يو ايراني چاپوونکي څخه وپوښتل چې که چيرې د يادې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول لپاره ځينو کتابونو ته اړتيا لرئ، نو چين په دې برخه کې ډيرې تجربې لري. بيا هغه وويل چې د دې ناروغۍ د وقايې کتابونو ته اړتيا لري. ما دده اړتياوې د مقالې په توګه وليکلې او بيا ډېرو چيني مطبعو ځوابونه ورکړل. يوازې په ۴ ورځو کې د دواړو خواو لخوا د کتابونو د انتخابولو کارونه بشپړ شوي او يو کتاب اوس ژباړل شوی دی. دا د چين او ايران د همکارۍ په برخه کې يوه ډېره مؤثره بېلګه ده.

د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنټرول لپاره د پروفيسر جانګ ون هونګ تګلارې په نوم کتاب د شانګهای ساينس او ټېکنالوژۍ مطبعې لخوا خپور شو. اوس د دې کتاب د فارسي نسخې ژباړه بشپړه شوې ده. د شانګهای ساينس او ټېکنالوژۍ مطبعې مرستيال مدير جانګ چن وويل چې پروفيسر جانګ ون هونګ په چين کې د ساري ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول په برخه کې يو مشهور کارپوه دی. دا مهال په چين کې د دې کتاب د چاپ شمېر له ۹ لکو څخه زيات شوی دی. هيله ده چې په ايران کې د دې کتاب خپرېدل به له لا زياتو ايرانيانو سره مرسته وکړي .

د نوي کورونا ويروس ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول د لارښود کارټون نسخه د تيان جين مطبعې له خوا خپاره شوې ده . دا کتاب په چيني او انګليسي نسخو ويشل شوی. د تيان جين مطبعې مرستيال منيجرې جي شيو ژونګ وويل

(اواز ۲ )

له کورونا ويروس سره مبارزه زموږ د ټولو ګډه دنده ده او موږ بايد په ګډه کار وکړو. نو موږ پرېکړه وکړه چې دا کاپي حق د ايران خپرندويې ټولنې ته په وړيا توګه ورکړو او اجازه مو ورکړه چې د دې کتاب برېښنايي نسخه وکاروي ترڅو د ناروغۍ پروړاندې د دوی مبارزه بريالۍ شي. ځکه چې موږ احساس کوو چې انساني مينه هېڅ پوله نه لري.

په ايران کې د يوې مطبعې مسؤل علي وويل چې اوس په ايران کې د نوي کورونا ويروس ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول په اړه د کتابونو شمېر لږ دی ، خو د چيني کتابونو منځپانګه ډېره په زړه پورې ده او ايراني لوستونکو به ډېر څه ترې زده کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای