د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د مارچ په ۳مه نېټه د قزاقستان ولسمشر قاسم جمارت توکاييف د دې هېواد په پلازمېنه نورسلطان کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو له غړي او د مرکزي کمېسيون د بهرنيو چارو کميټې د دفتر له مشر يانګ جې چه سره ليدنه وکړه.
يانګ جې چه وويل، د چين او قزاقستان ترمنځ اړيکې نورو هېوادونو ته د دوستۍ ښه بېلګه ده. تېر کال د چين رئيس شي جين پينګ او د قزاقستان ولسمشر قاسم جمارت توکاييف په ګډه د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکي همکاريزې اړيکې اعلان کړې. چين غواړي له قزاقستان سره يو ځای د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ شوې موافقه پلې کړي، خپلمنځي سياسي اعتماد ټينګ کړي، يو له بل څخه ملاتړ ته دوام ورکړي، متقابلې همکارۍ زياتې کړي، د شانګهای همکارۍ سازمان او د اسيا د متقابلو همکاريو او اعتماد کنفرانس په چوکاټ کې خپلمنځي تبادلې او همکارۍ زياتې او د دواړو هېوادونو ترمنځ امنيتي همکارۍ ژورې کړي او په ګډه سيمه ييزې ستونزې حل کړي.
يانګ جې چه له قزاقستان څخه مننه وکړه چې د نوي کورونا ويروس د مخنيوي په برخه کې يې له چين سره مرسته کړې ده. توکاييف باور څرګند کړی چې چين به له دې ويروس سره په مقابله کې بريا تر لاسه کړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |