د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون د مارچ په ۳مه نېټه وويل، د عراق سوله، ثبات او بيا رغونه په کليدي مرحله کې دي، بېلابېل هېوادونه بايد د عراق له حکومت څخه ملاتړ وکړي څو کورنۍ او بهرنۍ ستونزې حل کړي.
جانګ جون په همدې ورځ د عراق مسئلې په اړه د امنيت شورا په غونډه کې وويل، د منځني ختيځ د خليج سيمې سخت وضعيت دې په نظر کې ونيول شي، د عراق د ملي حاکميت، خپلواکۍ او د خاورې بشپړتيا ساتنه ډېره مهمه ده. بېلابېل هېوادونه بايد د دې هېواد د خلکو د غوښتنو درناوی وکړي، د عراق له حکومت څخه دې ملاتړ وکړي چې کورنۍ او بهرنۍ ستونزې حل کړي. نړيواله ټولنه دې د عراق د اقتصاد بيا سمسورتيا، سوله او ثبات او د دولت بيا رغونه او ملي روغې جوړې دې تر سره کړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |