CRI Online

پنګ لي يوان د سريلانکا زده کوونکو ته ځوابي پيغام لېږلی او له دوی څخه يې مننه کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-03-04 11:52:41

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمن پنګ لي يوان د سريلانکا د دېوي باليکا ويديالايا د هنري ټولنې زده کوونکو ته ځوابي پيغام لېږلی دی. په دې پيغام کې پنګ لي يوان ديادې هنري ټولنې له زده کوونکو څخه مننه کړې چې د نوي کورونا ويروس د مخنيوي په برخه کې يې له چين څخه ملاتړ څرګند کړی او هيله ده چې دوی په راتلونکي کې د چين او سريلانکا ترمنځ د دوستۍ لپاره خدمتونه وکړي.

پنګ لي يوان په دغه پيغام کې ويلي، د نوي کورونا ويروس د خپرېدلو په وخت کې مې ستاسی پيغام او انځور تر لاسه کړل، زه او رئيس شي جين پينګ ډېر خوشحاله شوو. مينه زموږ لپاره ډېره غښتلې قوه ده. د دې ويروس له خپرېدلو وروسته د سريلانکا بېلابېلو برخو پخپله د چين لپاره د نيکمرغۍ او دعا فعاليتونه تر سره کړل او له موږ څخه يې ملاتړ څرګند کړی. اوسمهال د چين خلک په ګډه هڅه کوي او د ويروس د مخنيوي په برخه کې يې ښې اغېزې تر لاسه کړې دي. موږ باور او توان لرو چې د دې ويروس خپرېدل به پای ته ورسوو.

(فرشته)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای