CRI Online

د امريکا د مطبوعاتو ازادي منافقت او ځورونه

cri     (GMT+08:00) 2020-03-04 12:18:20

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پر ځايي وخت د مارچ په ۲مه نېټه اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې به د ۵ چيني رسنيو د چيني کارمندانو شمېر محدود کړي. امريکا د چيني رسنيو پروړاندې بې اساسه اقدام کړی ، د امريکا دغه ګام د "مطبوعاتو د آزادۍ" ساتلو لپاره نه ، بلکې د سياسي فشار او ځورونې لپاره يې پورته کړی دی.

په هر هېواد کې بهرني خبري اژانسونه او خبريالان بايد د کوربه هېواد قوانين ، مقررات او قواعد مراعات کړي .چين تل له نړيوالو قوانينو او مقرراتو سره سم په چين کې له بېلابېلو هېوادونو څخه د خبريالانو د منظمو مرکو او عادي خپرونو ملاتړ کړی او د دوی کار يې اسانه کړی دی، خو د "مطبوعاتو د آزادۍ" په نوم په چين کې د ناوړه کړو وړو تر سره کولو سره په کلکه مخالفت کوي او هېڅکله به د چين د مشروع حقونو او ګټو د سرغړونو پر وړاندې امتيازات ونه زغمي. موږ امريکا ته مشوره ورکوو چې ژر تر ژره په عمل کې خپلې غلطۍ سمې کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای