د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په درېيمه نېټه د طالبانو د سياسي دفتر له مشر عبدالغني برادار سره په تليفوني خبرو کې د افغانستان د امنيتي وضعيت په هکله بحث وکړ او ور څخه يې غوښتنه وکړه چې د افغانستان په بين الافغاني خبرو اترو کې ګډون وکړي.
سپينې ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې تليفوني خبرو کې ټينګار کړی چې د افغانستان په دننه کې د تاوتريخوالي کمښت بايد دوام ولري او د دې ترڅنګ يې له افغان طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې د افغان حکومت په ګډون په بين الاافغاني خبرو اترو کې برخه واخلي. ډونالډ ټرمپ په همدې ورځ په سپينې ماڼۍ کې خبري رسنيو ته وويل چې د ده او برادار ترمنځ تليفوني خبرې اترې ښې وې.
د امريکا د خبري رسنيو د خبر له مخې ولسمشر دونالډ ټرمپ به په نژدې راتلونکې کې د طالبانو له مشرانو سره وګوري.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |