CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين به د ايران د ذروي مسئلې د سياسي حل لپاره هڅې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-04 21:04:25

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مارچ په څلورمه نېټه په بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې امريکا په يوه اړخيزه توګه د ايران د ذروي مسئلې په هکله له هر اړخيز تړون څخه وتلی او پر ايران باندې يې ډېر فشارونه واچول چې دا د ايران د ذروي بحران د رامنځته کېدو سرچينه ده. چين غواړي چې له اړوندو خواوو سره نژدې همکارۍ ته ادامه ور کړي او په ټينګه سره ياد تړون وساتي تر څو د ايران ذروي مسئله له ساسي او ديپلوماتيکو لارو چارو حل شي.

هغه زياته کړه چې چين د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ او ايران ترمنځ د همکارۍ ساتنه هڅوي او د دې ترڅنګ چين هم هيله لري چې نوموړې اېجنسي د عادلانه او نا پېيلي اصولو پر بنسټ له اړوندو صلاحيت سره سم په دې برخه کې د ايران د نظارت او څارنې کارونه تر سره کړي او د اړوندو مسئلو د حل وفصل لپاره له ايران سره همکارۍ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای