CRI Online

امريکايي ځواکونو پر افغان طالبانو هوايي بريد وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-03-04 21:05:49

د فرانسې د اې اف پي خبري اژانس د مارچ په څلورمه نېټه خبر ور کړ چې د امريکايي ځواکونو وياند وويل چې دوی پر وسله والو طالبانو هوايي بريد وکړ.

دغه وياند وويل چې د امريکا پوځ له يوولسو ورځو وروسته په لومړي ځل پر وسله والو طالبانو هوايي بريد وکړ تر څو پر افغان ملي پوځ د طالبانو بريد ته يې ځواب ور کړ.په افغانستان کې د امريکا پوځ وياند په ټولنيز ميډا کې داسې ليکلي چې د مارچ په څلورمه نېټه امريکايي ځواکونو د هلمند ولايت په نهر سراج ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو په داسې حال کې هوايي بريد وکړ چې دوی د افغان امنيتي ځواکونو پر امنيتي پوستې د بريد په حال کې و.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای