د ۳۶۰ په نوم د انټرنيټي امنيت شرکت په دې وروستيو کې دا حالت پيدا کړی چې د امريکا د استخباراتو مرکزي ادارې يعنې CIA له اوږد مهالي مودې راهيسې د چين پر اټرنيټي شبکې بريدونه کړي او کوي يې. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مارچ په ۴مه نېټه د دغه وزارت په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين له امريکا څخه جدي غوښتنه کوي چې د ياد خبر په اړه څرګند تشريحات ورکړي او سمدلاسه له دغو فعاليتونو څخه لاس واخلي.
د خبر له مخې، د (( ۳۶۰ )) شرکت تازه پلټنې دا ښيي، چې د امريکا د CIA بريد کوونکي ارګان (APT-C-39) له تېرو ۱۱ کلونو راهيسې د چين د هوانوردۍ،علمي څېړنيزو انستيتيوتونو، د نفتو صنعتي چارو، د لويو انټرنيټي شرکتونو او حکومتي ارګانونو په شمول د چين پر مهمو برخو انټرنيټي نفوذ او بريدونه کړي دي. جاو لي جيان په دې اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، له حقيقت څخه دا تائيد شوې چې امريکا په نړۍ کې تر ټولو لوی انټرنيټ بريد کوونکی دی، خو دغه هېواد بيا بيا د انټرنيټي بريدونو د زيانمن کېدوونکي په حيث پر نورو هېوادونو نيوکې کړي، له دې څخه څرګنديږي چې امريکا د انټرنيټي امنيت په چارو کې رياکارانه څېره او دوه ګونې معيارونه لري.
جاو لي جيان پر دې ټينګار وکړ چې چين تل د امريکا د انټرنيټي بريدونو سخت زيانمن کېدوونکی دی او په دې اړه يې ډېر ځله امريکا ته جدي احتجاج څرګند کړی دی. دلته يو ځل بيا له امريکا څخه غوښتنه کوو چې د دې خبر په اړه څرګند تشريحات ورکړي او سمدلاسه له دغو فعاليتونو څخه لاس واخلي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |