CRI Online

يانګ جيه چه د منځنۍ اسيا له دريو هېوادونو څخه تر ليدنې وروسته له خبريالانو سره مرکه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-03-05 10:06:20

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د نوموړې کمېټې د بهرنيو چارو د کميسيون دفتر مشر يانګ جيه چه د مارچ په ۴مه نېټه له تاجکستان، ازبکستان او قزاقستان څخه تر ليدنې وروسته له خبريالانو سره مرکه وکړه.

يانګ جيه چه وويل، چې تاجکستان، ازبکستان او قزاقستان د چين ښه ګاونډيان او مهم ستراتيژيک ملګري او د شانګهای همکارۍ سازمان بسنټګر غړي هېوادونه دي. هغه په دغه سفر کې د دغو دريو هېوادونو له ولسمشرانو سره وکتل او د دغو دريو هېوادونو له اړوندو مسئولينو سره يې د دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو د پرمختګ د اجنډا او ترتيباتو په اړه خبرې اترې وکړې او د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه يې د نظريو تبادلې وکړې.

يانګ جيه چه وويل، چې د منځنۍ اسيا امنيت، ثبات او سمسورتيا د چين او د منځنۍ اسيا د هېوادونو ګډه نظريه ده. هيڅ بهرنی ځواک د چين او دغو هېوادونو ترمنځ د همکاريو ژوروالی نه شي ويجاړولی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای