د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د طب او روغتيا ملي کمېټې خبر ورکړ، چې د مارچ د ۴مې نېټې له صفر بجې څخه تر څلورويشتو بجو پورې، د چين په ۳۱ ولايتونو، کورواکو سيمو او ښارونو او د شينجيانګ د توليد او ابادۍ په يونټونو کې د نوي کورنا ويروس پر ناروغۍ د اخته کسانو د زياتوالي شمېر ۱۳۹ و، ۳۱ تنه مړه شوي او د شکمنو کسانو د زياتوالي شمېر ۱۴۳ تنه و. په همدې ورځ پر نوي کورونا ويروس ۲۱۸۹ تنه اخته ناروغان روغ شوي او له روغتونونو څخه رخصت شوي، د ۴۶۴ سختو ناروغانو حالت ښه شوی او ۶۵۸۴ تنه له ناروغانو سره نژدې تماس لرونکي له طبي څارنې څخه بريالي وتلي دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |