CRI Online

فلسطيني ډاکټر: زه د وو هان له ښاريانو سره يو ځای له کورونا ويروس سره په مقابله کې يم

cri     (GMT+08:00) 2020-03-05 11:45:26

فسلطيني ډاکټر علي واري او د ده چينايي همکاران

 

فلسطيني ډاکټر: زه د وو هان له ښاريانو سره يو ځای له کورونا ويروس سره په مقابله کې يم

د چين په وو هان ښار کې د ناول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ له خپرېدو سره هممهاله ډېر بهرنيان له وو هان څخه ووتل. خو ځيني يې پاتې شول او له ويروس سره په مقابله کې د وو هان له ښاريانو سره ودرېدل. فسلطيني ډاکټر علي واري چې ۲۵ کاله يې چين کې کار او ژوند کړی، هم له دغو کسانو څخه يو دی.

علي واري په ۱۹۹۵ کال کې د زده کړو لپاره چين ته راغلی او تر فارغېدو وروسته يې چين کې کار او ژوند پيل کړی. هغه مخکې يو ډاکټر و، خو اوس په وو هان کې د بيلوژيکي تخنيک په يو شرکت کې کار کوي. له هممهاله چې په وو هان ښار کې د ناول کورونا ویروس ساري ناروغي خپره شوې، هغه له نورو څلورو فلسطينيانو سره په دې ښار کې پاتې شو. نوموړي زموږ خبريال ته وويل

((زه په وو هان ښار کې کار او ژوند کوم. د تېرې جنورۍ مياشتې له ۲۳مې نېټې راهيسې موږ په دې ښار کې پاتې يوو او وتل نه غواړو. څرنګه چې له دې ښار سره ډېر ژور احساسات لرو. چينايان زموږ دوستان دي. په داسې ځانګړې موده کې غواړو چې د ناروغۍ خپرېدو د مخنيوي او له ويروس سره د مقابلې لپاره له دوی سره څنګ په څنګ ودرېږو. ))

علي واري د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي په اړه د چين اغېزمن تدبيرونه وستايل. هغه وويل

((که څه هم اوس د قرنطين تدبيرونه ډېر جدي دي او حتی سوپرمارکيت ته هم نه شو تللی. خو د چين د وتلې تکنالوژۍ په رڼا کې انلاين سوداګري ډېره مراوجه او اسانه ده. موږ د موبايلفون له لارې هر ډول د اړتيا وړ توکي اخيستلی شوو. برسيره پر دې، رضاکاران زموږ لپاره دغه توکي د ښارګوټو دروازو ته راوړي، نو زموږ په ژوند کې داسې کومه ستونزه نه شته. باور لرم چې چين به په نږدې وخت کې دا ناروغي کنټرول کړي، نور هېوادونه بايد له چين څخه مننه وکړي چې دوی ته يې د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره يوه مياشت مخکې احوال ورکړی دی. هيله لرم چې نور هېوادونه د دې ويروس د وقايې او مخنيوي په برخه کې د چين تجربې زده کړي. ))

علي واري د بېجينګ پوهنتون په طبي پوهنځي کې زده کړې کړي، نو له ويروس سره د مقابلې په برخه کې ښې تجربې هم لري. د يادې ساري ناروغۍ تر رامنځته کېدو وروسته يې د ويچټ يو ګروپ جوړ کړ او په وو هان ښار کې څو سوه پاتې عربان يې په دې ګروپ کې يو ځای کړل. هغه پر وخت د دې نارغۍ په اړه د چين حکومت لخوا خپاره شوي مالومات او تدبيرونه په عربي ژبه ترجمه کوي او په دې ګروپ کې يې اچوي. برسيره پر دې، هغه دغو کسانو ته طبي او روحي مشاورت وړاندې کوي. هغه له ۳۰ عربانو سره يو ځای د وو هان د بهرنيو چارو ادارې ته د داوطلبۍ غوښتنه وړاندې کړې او غواړي چې د وو هان ښاريانو او بهرنيانو ته ځيني مرستې برابرې کړي. هغه وويل

(( موږ دېرشو کسانو نومونه ثبت کړي او غواړو داوطلبانه چارې ترسره کړو. موږ غواړو د وو هان د بهرنيو چارو ادارې سره رسمي داوطلبان وګرځو او په رسمي توګه د داوطلبۍ کارونه ترسره کړو. ))

علي واري وويل، هغه غواړي د وو هان له ښاريانو سره په ګډه له ناول کورونا ويروس سره مقابله وکړي. د ده په اند، په چين کې طبي تکنالوژۍ پرمختللې دي او د چين له نورو ولايتونو او ښارونو څخه ډېر غښتلي طبي کارکوونکي د مرستې لپاره وو هان ته راغلي. هغه بارو څرګند کړ چې چينايان به په نږدې وخت کې دغه ويروس ته ماتې ورکړي او په ټول هېواد کې به اقتصادي چارې ژر اعاده کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای