CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي کميسيون د نوي کورونا ويروس ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول او د اقتصادي او ټولنيز ثبات په اړه يوه غونډه تر سره کړه

cri     (GMT+08:00) 2020-03-05 11:45:43

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي کميسيون د مارچ په ۴مه نېټه د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ يوه غونډه تر سره کړه. په دغه غونډه کې د نوي کورونا ويروس ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول او د اقتصادي او ټولنيز ثبات لپاره مهم کارونه وڅيړل شول.

شي جين پينګ په دغه غونډه کې وويل، چې اوسمهال په چين کې د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنترول حالت ښه شوی او د ژوند او توليد نظام د ژر اعاده کېدو په حال کې دی، نو چين بايد دغه ښه وضعيت لا ټينګ او پياوړی کړي، څو د هېواد اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ژر بېرته عادي مدار ته راستون شي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د دې ناروغۍ پر وړاندې بايد هوښيار او بيدار واوسو او د دې ترڅنګ بايد د ناروغۍ د وقايې او کنترول په برخه کې نړيوالې همکارۍ پياوړې کړو.

په دغه غونډه کې وويل شول چې کارونه او توليدي چارې دې د ورخلاصون د پياوړتيا په رڼا کې بيا پيل شي، د بهرنۍ سوداګرۍ او بهرنيو پانګو د ثبات لپاره دې هلې ځلې وشي، د نړيوالو عرضي ځينځيرونو د تامينولو په غرض دې د لويو شرکتونو د توليدي چارو لپاره زمينې برابرې شي او د توليدي چارو د بيا پيل په برخه کې دې له بهرنيو شرکتونو سره مرستې وشي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای