د چين د ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د مارچ په ۴مه نېټه د م م د بشري حقونو شورا د ۴۳مې کلنۍ غونډې په څنډه کې د بشري حقونو ساتونکي په اړه د ځانګړي رپوټ ورکوونکي ډيالوګ تر سره شو. د چين د بهرنيو چارو وزارت د بشري حقونو چارو ځانګړي استازي ليو هوا د خپلې وينا په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې نړيواله ټولنه بايد د شخړه او جنګ ځپلو عامو خلکو بشري حقونو ته زياته پاملرنه وکړي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې په نړيواله ټولنه کې د بشري حقونو ساتونکي په اړه د حکومتونو ترمنځ د سلامشورې له لارې تر لاسه شوي کوم څرګند او واحد تعريفات شتون نه لري.
ښاغلي ليو هوا وويل چې نن ورځ په ټوله نړۍ کې ۱۶۸ مليونه تنه بشري مرستې ته اړتيا لري، ۷۰ مليونه تنه بې کوره شوي او ۲۴ مليونه تنه ماشومان د شخړې يا جنګ له امله ښوونځيو ته نشي تللای.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |