د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مارچ په پنځمه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې چين په ايران کې د ناول کورونا ويروس د خپرېدو حالت ته ډېره پاملرنه کوي او ايران ته مو د دې ويروس د معاينې سامان الاتو په شمول ځيني طبي توکي برابر کړي او دغه هېواد ته مو د داوطلبو کارپوهانو ډله هم ليږلې ده. چين به په راتلونکي ګام کې د ايران له اړتياوو سره سم له ايران سره د خپل توان په اندازه مرستې ته دوام ور کړي.
وياند جاو لي جيان په ايران کې د چين د يادې ډلې د کارونو په باب معلومات وړاندې کړل. هغه وويل چې په دې وروستيو ورځو کې دغې ډلې په منظم ډول خپل کارونه تر سره کړي او له ايراني کارپوهانو سره يې د ناول کورونا ويروس د مخنيوي او کنټرول تجربې شريکې کړې او د ايران د روغتيا د وزارت او د سرې مياشتنې ټولنې په شمول له اړوندو څانګو سره يې د نظريو تبادلې کړې. ايران له چين څخه ډېره مننه څرګنده کړه. د دې ترڅنګ نوموړي دې ته په اشارې سره هم وويل چې له دې ويروس سره د ايران د حکومت او خلکو د مبارزې په کليدي پړاو کې پر دې هېواد يو اړخيز بنديزونه د بشر دوستۍ له روحيې څخه سرغړونه ده. نو چين له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوي چې سمدلاسه دغه بنديزونه لغوه کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |