CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند: چين د امريکا له هغې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي چې د تايوان په اړه يې قانوني لايحه تر سنجش لاندې ونيوله

cri     (GMT+08:00) 2020-03-05 19:44:13

په دې هکله چې د امريکا د استازو په جرکه کې د ۲۰۱۹ کال د تای پۍ قانونی لايحه تصويب شوه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مارچ په پنځمه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې د امريکا دغه قانوني مسوده د يو چين د پېژندلو له اصولو او د چين او امريکا ترمنځ د دريو ګډو اعلاميو له اړوندو مقرراتو څخه سرغړونه ده او له نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه هم سرغړونه ده. نو چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي.

د خبر له مخې په دې وروستيو ورځو کې د امريکا د استازو په جرګه کې د ۲۰۱۹ کال د تای پۍ قانوني لايحه تصويب شوه او په راتلونکې کې به د امريکا ولسمشر ته وړاندې او د هغه له خوا لاسليک شي.

وياند جاو لي جيان پر دې ټينګار وکړ چې د يو چين د پېژندلو اصول د خلکو له ګټو، هيلو او تمايل سره سمون لري او د نړيوالې ټولنې ګډه نظريه هم ده. مونږ له امريکا څخه قوي غوښتنه کوو چې د يوه چين د پېژندلو د اصولو ، د چين او امريکا ترمنځ د دريو ګډو اعلاميو د مقرراتو او د نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو د بنسټيزو اصولو مراعات وکړي،پر قانون د يادې قانوني لايحې د بدلېدو د مخنيوي لپاره دې تدبيرونه ونيسي او په سمه توګه دې د تايوان مسئله حل کړي تر څو د چين او امريکا ترمنځ اړيکو او د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ سولې او ثبات ته زيانونه ونه رسوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای