CRI Online

لي که چيانګ د نوي کورنا ويروس د وقايې او کنترول په اړه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د لارښوونکي ګروپ د يوې ناستې مشري وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-03-06 11:26:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د دايمي شورا غړي، د چين صدراعظم او د نوي کورنا ويروس د وقايې او کنترول په اړه د دغې کمېټې د لارښوونکي ګروپ مشر لي که چيانګ د مارچ په ۵مه نېټه د دغه ګروپ د يوې ناستې مشري وکړه.

په دغه ناسته کې دې ته اشاره وشوه چې اړوندې خواوې بايد په جدي توګه د عمومي منشي شي جين پينګ مهمې ويناوې او د دغې شورا د اړوندو غونډو روحيې پلې کړي، بايد تل د دغه ګروپ له غوښتنو سره سم په دقيقه او اغيزمنه توګه د دغه ويروس د وقايې او کنترول کارونه تر سره کړي، بايد له دغه ويروس سره د مقابلې په سنګر کې طبي کارکوونکو ته لا پياوړې پاملرنې وکړي، بايد د عامو وګړو د ژوند د تامينولو لپاره هڅې وکړي او بايد په منظمه توګه د کار او توليد د بيا پيل لپاره تدبيرونه ونيسي، څو د اقتصاد او ټولنې پرمختګ لا پياوړی شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای