CRI Online

له چين څخه د بښنې غوښتنه بې دليله او توهين اميزه خبره ده

cri     (GMT+08:00) 2020-03-06 11:31:21

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس ادهانوم غيبريسوس څو ورځې مخکې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د نورو هېوادونو بدنامول د ويروس په پرتله لا بېروونکی عمل دی، بدنامي زموږ ستر دښمن دی.

نوی کورنا ويروس لومړی په چين کې پيدا شوی، نو چين د بدنامۍ له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی. ځېنو لوېديځو خبري رسنيو بې دليله نوي کورنا ويروس ته د چين ويروس نوم ورکوي. د امريکا ځېنو سياستوالو ويلي چې دغه ويروس يو ډول بيلوژيکي کيمياوي وسيله ده او د وو هان له ازمويښتۍ خونې څخه راغلی دی. نو د چين په مقابل کې بدنامي او دروغ زيات دي. د امريکا د فوکس ټلويزيون يو وياند څو ورځې مخکې هوايي خبره وکړه چې نوی کورنا ويروس له چين څخه رامنځته شوی، نو له چينايانو څخه يې وغوښتل چې بښنه وغواړي.

موږ بايد له دغه وياند څخه پوښتنه وکړو چې په ۲۰۰۹م کال کې د H1N1 ويروس له امريکا څخه ۲۱۴ هېوادونو او سيمو ته خپور شو او له دې امله په ټوله نړۍ کې کابو درې لکه کسان مړه شول. هغه وخت کومې خوا له امريکا څخه د بښنې غوښتنه کړې وه او که نه؟ اوس د نوي کورنا ويروس د سرچينې په اړه دقيق معلومات نه شته، چين د هغو هېوادونو په شان زيانمن شوی هېواد دی چې نوی کورنا ويروس په کې خپور شوی دی. چين د دغه ويروس د وقايې او کنترول په هکله ډېر پوره، جدي او اغيزمن تدبيرونه نيولي دي، د چين کارونه نه يوازې د خپلو خلکو د سر او ژوند امنيت، بلکې د نړيوالې عامې روغتيا امنيت ساتي.

نوی کورنا ويروس د بشريت ګډ دښمن دی او سرچينه يې لا نه ده پيدا شوې. يووالی او همکاري د دغه ويروس د وقايې او کنترول لپاره ډېره غښتلې وسيله ده، بشريت دې د ساينس او علم له لارې بې علمه کړو وړو ته ماتې ورکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای