د چين د دولتي شورا د ګډې وقايې او کنترول په يوه خبري ناسته کې د مارچ په ۵مه نېټه خبر ورکړل شوی چې د مارچ تر ۴مې نېټې پورې د چين د بېلا بېلو کچو مالي څانګو د نوي کورنا ويروس د وقايې او کنترول لپاره کابو ۱۱۰مليارډه او ۴۸۰ مليونه ژن مين بي يوانه ترتيب کړي دي.
د چين د ماليې وزارت معين شيو هونګ څای په دغه ناسته کې وويل، چې په چين کې د نوي کورنا ويروس ناروغۍ تر رامنځته کېدو وروسته، د چين مرکزي مالي څانګې له يوې خوا د عامو وګړو د علاج او ژغورنې په برخه کې د دغه ويروس د وقايې او کنترول لپاره پيسې ترتيب کړي، له بلې خوا يې په بېلا بېلو سيمو کې د کار او توليد د بيا پيل لپاره د مالياتو او لګښتونو په برخو کې يو لړ امتيازونه وړاندې کړي دي.
نوموړي زياته کړه چې د اوسنيو حالاتو له مخې مالي بوديجه د ژوند، عايداتو او کارونو په برخو کې د خلکو اړتياوې پوره کولای شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |