CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين به په مداومه توګه تر خپلې وسې پورې د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې له ايران سره مرسته وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-06 11:35:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مارچ په ۵مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې چين به په مداومه توګه تر خپلې وسې پورې د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې له ايران سره مرسته وکړي او له نړيوالې ټولنې څخه هم غواړي چې په دې برخه کې له ايران سره لا نژدې همکارۍ وکړي، څو د نړيوالې عامې روغتيا امنيت وساتل شي.

يو خبريال په دغه خبري ناسته کې پوښتنه وکړه چې د ايران ولسمشر حسن روحاني د مارچ په ۴مه نېټه د کابينې په يوه غونډه کې د نوي کورونا ويروس د يادونې په وخت کې ويلي چې که ځېنې هېوادونه غواړي له ايرانيانو سره مرسته وکړي، بايد د درملو په برخه کې پر ايران باندې لګېدلي بنديزونه لغوه کړي. چين په دې اړه څه نظر لري؟

وياند جاو لي جيان په دې اړه وويل، چې چين په ايران کې د دغه ويروس د خپرېدو حالاتو ته ډېره پاملرنه کوي. مخکې تر دې چين ايران ته د ويروس د پلټنې الې په شمول اړوند مالونه ورکړي او د کارپوهانو ډله يې ورلېږلې ده. چين به په مداومه توګه تر خپلې وسې پورې له ايران سره مرسته وکړي او له نړيوالې ټولنې څخه هم غواړي چې په دې برخه کې له ايران سره لا نژدې همکارۍ وکړي، څو د نړيوالې عامې روغتيا امنيت وساتل شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای