د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د م م د بشري حقونو شورا د ۴۳مې غونډې په چوکاټ کې د ترهګرۍ پرضد په مبارزو کې د بشري حق د ساتنې په برخه کې د راپور ورکوونکو خاص ډيالوګ د مارچ په ۵مه نېټه تر سره شو. د بشري حقونو په برخه کې د چين د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي ليو هوا پر دې ټينګار وکړ چې ترهګري د بشريت ګډ دښمن دی. اوس په نړۍ کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې حالات پېچلي دي او نړيواله ټولنه د ترهګرۍ د بيا اعاده له نوي پړاو سره مخامخ ده. دا نړيوال او سيمه ييز امنيت ته سخت ګواښ لري. نو نړيواله ټولنه بايد م م د منشور د اصولو او پاليسو او د نړيوالو اړيکو د قواعدو له مخې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |