CRI Online

له ناول کورونا ويروس سره د مقابلې او د اقتصادي چارو د اعاده کېدو په اړه د چين تدبيرونه د يو مسئولانه هېواد عمل دی

cri     (GMT+08:00) 2020-03-06 12:03:57
له ناول کورونا ويروس سره د مقابلې او د اقتصادي چارو د اعاده کېدو په اړه د چين تدبيرونه د يو مسئولانه هېواد عمل دی

په دې وروستيو کې د چين په دننه کې د ناول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ خپرېدا ګام په ګام کنټرول شوې، په عين وخت کې چين کې د امنيت ضمانت پر بنسټ توليدي چارې د اعاده کېدو په حال کې دي. د ايران تجربه لرونکي مبصر بابي نادري له چين ميډيا ګروپ سره په مرکه کې وويل د ناول ويروس د ساري ناروغۍ د وقايې او مخنيوي په برخه کې د چين تدبيرونه اغېزمن تاييد شوي او نورو هېوادونو ته يې د زده کړې وړ تجربې وړاندې کړې دي. برسيره پر دې، د چين د اقتصادي چارو اعاده کول د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره مسئولانه عمل دی.

د ښاغلي بابي نادري په اند، د ناول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ د وقايې او مخنيوي په برخه کې د چين تدبيرونه اغېزمن دي او د نورو هېوادونو لپاره يې اړوندې تجربې وړاندې کړې دي. دغه تدبيرونه داسې دي چې مالومات بايد په وخت خپاره شي او غوڅې او پرېکنده کړنې دې ترسره شي. هغه وويل

((چين د يادې ناروغۍ د وقايې او مخنيوي په برخه کې د نړۍ لپاره نمونه ګرځېدلی او اوس نورو هېوادونو هم د چين تدبيرونه نيولي، څرنګه چې دغه تدبيرونه منل شوي او د ياد ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره اغېزمن دي. چين د خپلو عملونو له لارې دا وښوده چې هغه د نړيوالې ټولنې يو مسئولانه غړی دی.))

نادري وويل، په داسې حال چې د چين په دننه کې د ناول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ خپرېدل کنټرول شوي، حکومت د تصديو د توليدي چارو د اعاده کېدو لپاره ډول ډول اغېزمن اقدامات غوره کړي. دا نه يوازې د چين د اقتصادي پرمختګ لپاره ستر اهميت لري، بلکې د نړیوال اقتصاد هڅوونکی عمل هم دی. چين په نړۍ کې د دوهم لوی اقتصاد په توګه، په فعاله توګه د توليدي چارو اعاده کول په اقتصادي برخه کې د دې هېواد مسئولانه عمل دی. هغه وويل

((چين د نړۍ دوهم لوی اقتصاد دی، د چين او نړۍ ترمنځ اړيکې نه شي پرې کېدای. اوس چين د تصديو د توليدي چارو د اعادې لپاره ډېر کوښښونه کوي، که څه هم د دغو توليدي چارو د پوره اعادې لپاره نور وخت ته اړتيا شته، خو د چين دغه عمل د نورو اقتصادونو لپاره د خوشحالۍ وړ خبر دی. د يادې ناروغۍ له امله د چين اقتصاد د روان کال په لومړي موسم کې له ستونزو سره مخ شوه، خو باور لرم چې په راتلونکو درېيو موسمونو کې به د چين په بازار کې فعاله نښه وليدل شي.))

ښاغلي بابي نادري په مرکه کې د ځينو لوېديځو رسنيو هغه څرګندونې رد کړې چې وايي چين بايد د ناول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ د خپرېدو له امله نړۍ څخه بخښنه وغواړي. نادري وويل چين له ياد ويروس سره په مقابله کې فعال تدبيرونه نيولي او له هېڅ ستونزې څخه يې ډډه نه ده کړې. دغو لوېديځو رسنيو د چين پر کوښښونو سترګې پټې کړي خو دوی دا وايي چې چين بايد بخښنه وغواړي، دا د چين لپاره عادلانه نه ده. هغه وويل

((دا د چين لپاره عادلانه غوښتنه نه ده، د ويروس پر وړاندې، د هېواد پوله، د کسانو هويت، د مذهبونو اختلافات نه شته. چين په غوڅ ډول د ناول کورونا ويروس د وقايې او مخنيوي دنده پر غاړه واخيستله او په فعاله توګه يې له بېلا بېلو هېوادونو سره اړوندې تجربې شريکې کړې. دغه ويروس د ګردې نړۍ په ساحه کې د روغتيا يو ګواښ دی او نړيواله ټولنه بايد ورسره د مقابلې لپاره په ګډه کوښښونه وکړي. دغه ناروغي ښيي چې موږ ټول په يوې بېړۍ کې يوو، که دغه بېړۍ واوړي، نو هېڅوک خوندی نه شي پاتې کېدای. ))

بابي نادري له ياد ويروس سره د مقابلې په برخه کې له ايران سره د چين او د روغتيا نړيوال سازمان مرستې وستايلې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای