CRI Online

اروپايي ټولنه بايد د کډوالو د منلو لپاره له ترکيې څخه لا زيات ملاتړ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-06 12:11:32
اروپايي ټولنه بايد د کډوالو د منلو لپاره له ترکيې څخه لا زيات ملاتړ وکړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جرمني د بهرنيو چارو وزير هيکو ماس د مارچ په ۵مه نېټه د خارجه وزارت په يوه اعلاميه کې وويل، د اروپايي ټولنې د خارجه وزيرانو په راتلونکې غونډه کې به د دې ټولنې د سرحدونو کنټرول او د سوريې د ادليب ايالت د وضعيت په هکله بحثونه وشي.

ماس وويل، ګڼ شمېر کډوال غواړي د ترکيې له لارې اروپايي ټولنې ته داخل شي، خو يونان پخپله دا مسئله نه شي حل کولای. ترکيه بايد د کډوالو منلو د هغه تړون مراعات وکړي چې په ۲۰۱۶ کال کې يې له اروپايي ټولنې سره لاسليک کړی دی. په عين وخت کې اروپايي ټولنه بايد ترکيې ته پولي مرستې برابرې کړي. نوموړي زياته کړه چې اوس د سوريې په ادليب ايالت کې د بشردوستۍ وضعيت ډېر سخت دی، اروپايي ټولنه بايد په سوريه کې د شخړې د پای ته رسېدو او ځايي خلکو ته د بشردوستۍ مرستو برابرولو لپاره لا زيات کوښښونه وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای