CRI Online

د امريکا په ځينو ورځپاڼو کې هغه مقالې ليکل شوي چې له حقيقت سره سمون نه لري

cri     (GMT+08:00) 2020-03-06 21:01:32

په دې وروستيو ورځو کې د واسجريټ په ورځپاڼې کې هغه مقاله خپره شوې چې عنوان يې دی د نوي کورونا ويروس په اړه چينايان د خپل حکومت نيول شوي تدبيرونه او سياسي تبليغات نه خوښوي.د دې ترڅنګ د نيويارک ټايمز ورځپاڼې هم بله مقاله ليکلې چې د نوي کورونا ويروس د خپرېدو له کبله د چين د ميډيا غښتلی ماشين کمزوری شوی دی. دوو ورځپاڼو د دغو مقالو په خپرولو سره تاسو ته ويلي چې چين له نوي کورونا ويروس سره په مبارزه کې ناکام شو او د ناکامېدو لامل يې د چين د حکومت ادارې او د رسنيو له خپرونو سره تړاو لري.

خو حقيقت داسې دی . لومړی د شمېرنې له مخې د فبرورۍ له دوهمو لسو ورځو راهيسې مثبت ګراف په پر له پسې توګه لوړ شوی او منفي ګراف راټيټ شوی دی . د چين له هو بۍ ولايت پرته په نورو ولايتونو او سيمو کې او د هو بۍ ولايت له وو هان ښار پرته په نورو ښارونو او سيمو کې هره ورځ د نوي کورونا ويروس له امله په رامنځته شوې ناروغۍ د نويو اخته شويو کسانو شمېر او د مړينې شمېر ډېر لږ دی. د چين ټولنه نه ده ترينګلی شوې او د ملکيانو ژوند هم په عادي توګه روان دی.

دوهم ،د حکومتي ادارې له لحاظه د چين په روغتونونو کې د بسترونو شمېر د ناروغانو له شمېر څخه زيات شوی او يو سيار روغتون هم تړل شوی دی. په څو ولايتونو او ښارونو کې له دې ويروس سره د مقابلې لپاره د بېړني ميکانيزم کچه راټيټه شوې او توليدي چارې هم بيا پيل شوې دي.

درېيم، د چين خبري رسنيو په روغتونونو او د استوګنې په سيمو کې د رضاکارانو طبي کارکوونکو د اغيزمنو کيسو ويلو ترڅنګ هم ډول ډول نورو مسئلو ته پاملرنه کړې او د دې مسئلو لامل يې هم پيدا کړی دی.

يادو درېيو برخو ته په پام سره ويلی شو چې له نوي کورونا ويروس سره د مقابلې په برخه کې د چين تدبيرونه ښه او اغيزمن دي. البته د اوسني بحران په وړاندې ملکيان ډاډګيرنې ته اړتيا لري او د هغوی باور بايد پياوړی شي، نه دا چې يو پر بل انتقاد وکړو.

ډاکتر بروس ايلوارد تازه د روغتيا د نړيوال سازمان د يوې څار ډلې په مشرۍ د وو هان ښار په شمول له ځينو چيني ښارونو او سيمو څخه ليدنه وکړه او هغه د امريکا د ويکس ويبپاڼې له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې په چين کې د خپل سفر په اړه يې دوه فقرييز نظرونه له نړيوالو سره شريک کړل.

لومړی يې سرعت دی. زما په اند دا مهم ټکی دی چې نور هېوادونه بايد له چين څخه هغه تجربې زده کړې چې په چټکه توګه يې له ساينسي لارو چارو ناروغان تشخيص کړي،په دې ويروس شکمن ککړ کسان يې په چټکۍ سره په ځانګړو ځايونو کې بېل ساتلي او په چټکه توګه يې هغه کسان پيد کړي چې له اخته شويو ناروغانو سره يې نژدې تماس نيولی و.

دوهم يې د اغيزمنو تدبيرونو نيول دي. که د چين حکومت اړونده لايحه جوړه کړي، نو سمدلاسه به د دې لپاره تدبيرونه ونيسي. دوی په چټکه توګه اړوند ناروغان او شکمن کسان پيدا کړي چې له امله به يې لازيات کسان په دې ويروس اخته نه شي او له سختې ناروغۍ څخه ډېر کسان وژغوري.

د اوسني حالت پر وړاندې د ځينو توپيري نظرونو او انتقادونو څرګندول يو عادی کار دی.خو ځيني انتقادونه بې دليله او له مثبت تمايل سره سمون نه لري. نو دا لازمه نه ده چې د دغو نظرونو او انتقادونو په اړه راپورژونه ور کول کيږي.

خو نوموړو دوو ورځپاڼو نه يوازې په خپلو مقالو کې سختې تېروتنې کړې بلکې پر چين يې تورونه لګولي او د ځينو وګړو ناسم نظرونه حقيقت ګڼلي. خو دغه کړنه له حقيقت سره سمون نه لري.

د واسجريټ ورځپاڼې پر حقيقت د سترګو د پټولو له لارې هغه مقاله خپره کړه چې عنوان يې دی چين په اسيا کې رښتينی ناروغ دی.

خو ايا د نوي کورونا ويروس د خپرېدو حالت په چين کې لا سخت شوی او که نه؟ نه! تاسې دا وليدل چې د امريکا د مورګان سټنلي شرکت تازه چين، سينګاپور او استرليا د پانګو او سرمايو د امن هېوادونو په توګه ټاکلي دي. دغه شرکت ناپوه نه دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای