د م م د يونسکو سازمان څو ورځې مخکې يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د ناول کورونا ويروس د خپرېدو له امله په ګرده نړۍ کې د ۲۹۰ ميليونو زده کوونکو درسونه ځنډول شوي دي. دغه شمېر بې ساری دی.
ياد سازمان وويل چې د مارچ تر ۴مې نېټې پورې ۲۲ هېوادونو د زده کوونکو درسونو د ځنډېدو اعلان کړی او يا اړوند لازم تدبيرونه يې نيولي دي. په دې جمله کې ۱۳ هېوادونو د ټول هېواد په پيمانه د زده کوونکو درسونه ځنډولي دي، نو له دې امله د ۲۹۰ ميليونو ۵ لکو زده کوونکو درسونه ځنډول شوي. نورو ۹ هېوادونو د يادې ناروغۍ خپرېدو د مخنيوي لپاره د خپل هېواد په ځينو سيمو کې ياد تدبير نيولی دی، که نه، د يادو زده کوونکو شمېر به لا زيات شي. دغه سازمان له بېلا بېلو هېوادونو څخه ملاتړ کوي چې د انټرنيټي شبکې له لارې د ليرې واټن زده کړو پروژې ترسره کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |