اوس د ناول کورونا ويروس ساري ناروغي په ګرده نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده او په عين وخت کې سياسي ويروس هم رامنځته شوی. د مثال په توګه، په لوېديځ کې ځيني ځواکونه چې له چين سره مخالفت لري، داسې داروغجن خبر يې جوړ کړی چې وايي د ويروس د وقايې او کنټرول په اړه د چين تدبيرونه اغېزمن نه دي، نو ويروس نورو هېوادونو ته خپور شوی دی. د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو حتی پر چين تورلګولی چې نابشپړې شمېرې د وړاندې کولو له لارې امريکا ته ډېرې ستونزې پېښې کړې. د دوی نيت دا دی چې چين بايد د ناول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ د خپرېدو دنده او مسئوليت پر غاړه واخلي.
خو نړيواله ټولنه د يادې ناروغۍ د وقايې او کنټرول په برخه کې د چين عملونه عادلانه ارزونه لري. د يو مسئولانه لوی هېواد په توګه، چين په کوردننه کې د ويروس د وقايې او مخنيوي ترڅنګ د نورو هېوادونو لپاره هم تخنيکي مرستې برابرې کړې دي.
يوه خوا، چين په دوامداره توګه د روغتيا له نړيوال سازمان سره تماسونه لري او پر وخت د يادې ناروغۍ مالومات وړاندې کوي، په فعاله توګه د کارپوهانو د ګډ ګروپ وړانديزونه تطبيق کوي، د ياد سازمان په چوکاټ کې تخنيکي همکاري کوي چې په ګرده نړۍ کې د دې ناروغۍ د وقايې او کنټرول لپاره لا زياتې تخنيکي مرستې برابرې کړي.
بله خوا، چين له نورو هېوادونو سره مرستې کړې او کوي يې، مثلا پاکستان، جاپان او افريقايي ټولنې ته يې د څارنې او تشخيص لوازم او مواد ورکړي، له ډېرو هېوادونو سره يې په دې ويروس باندې د اخته شويو ناروغانو د درملنې لايحې شريکې کړې او داسې نور.
د چين دغه عملونه نه يوازې د نورو هېوادونو مهربانۍ ته ځواب دی، بلکې د ګردې نړۍ د عامه روغتيا مسئولانه رويه ده او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو نظر عملي تطبيق هم دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |