CRI Online

له نوي کورونا ويروس سره د چين د مبارزې پسرلی رارسيږي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-08 14:04:29

د ۲۰۲۰ کال په پيل کې په چين کې يوه بې سارې مبارزه په ناڅاپې توګه رامنځته شوې. د نوي کورونا ويروس د ساري ناروغۍ چټکه او پراخه خپرېدا او د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول ستونزمنه کچه د چين ولسي جمهوريت له جوړېدو راهيسې ساری نه لري.

د چين د کمونېست ګوند، پوځونو او د هېواد د بېلا بېلو قومونو خلکو د ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي شي جين پينګ تر لارښوونې لاندې د مهمو حکمونو سره سم د خلکو ژوند او روغتيا ته لومړيتوب ورکړی، د نوموړې ناروغۍ د وقايې او کنترول او د اقتصادي‌او ټولنیز پرمختګ په برخو کې يې د هېواد د ميکانيزم غوره والي په کارولو سره بېلا بېل کارونه تر سره کړي او په لنډه موده کې يې د زياتو ستونزو تر له منځه وړلو وروسته پر وضعیت بر لاسي او پکې څرګند ښه والی رامنځته کړی دی.

د دغې ځانګړې مبارزې پر وړاندې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ له دغه ګوند او ټول هېواد څخه د باور د ټينګولو، د ستونزو د حل لپاره د ګډو کوښښونو، د دغې ناروغۍ د علمي وقايې او علاج او د مشخصو وضعيتونو سره سم د مناسبو تګلارو د نيولو غوښتنې کړې چې په دغه مبارزه کې د برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره يې چينايانو ته د مفکورې لارښوونه ورکړې ده. شي جين پينګ د نوي کورونا ويروس د ساري ناروغۍ د رامنځته کېدو او خپرېدو په لومړۍ مرحله کې له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره حکم او مسئوليت ته مهم ارزښت ورکړ، د مبارزې په سخته مرحله کې یې پر کوښښونو د ټينګار کولو خبرداری وړاندې کړ او د وضعيت د ښه والي په مرحله کې يې د مشخصو وضعيتونو سره سم د کارونو او توليدي چارو د بيا پيل غوښتنه وکړه. د دغو مناسبو حکمونو او لارښوونو له امله په چين کې له دغې ناروغۍ سره د مبارزې پيچلی او سخت حالت ښه شوی او د روغتيا نړيوال سازمان د چارواکيو په شمول د نړيوالې ټولنې ستاينې تر لاسه شوې.

کوم کار په ټول هېواد کې د کورونا ويروس له ساري ناروغۍ سره په مبارزه کې تر ټولو مهم دی؟ شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې (( که وو هان بريالی شي، نو هو بۍ ولایت به بریالی شي. که هو بۍ ولايت بریالی شي، نو ټول هېواد به بریالی شي. )) د چين د کمونېست ګوند غړي څنګه په دغه مبارزه کې مخکښ رول ولوبوي؟ شي جين پينګ له دوی څخه وغوښتل چې خپل مسئوليت دې پر غاړه واخلي او تر وسې پورې دې دندې په ښه توګه پوره او تر سره کړي. ساري مرض څنګه وقايه او کنترول شي؟ شي جين پينګ په دې اړه اصلي لاره روښانه وکړه چې د ساري ناروغۍ سرچينه بايد کنترول شي او د خپرېدو لارې بايد پرې شي. د ناروغانو د تداوي کارونه څنګه تر سره شي؟ شي جين پينګ په دې اړه حکم ورکړ چې پر نوي کورونا ويروس ټول اخته ناروغان بايد تداوي ومني. د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول مجموعي کارونه بايد څنګه وټاکل شي؟ شي جين پينګ ځواب ورکړ چې په دغو کارونو کې بايد د ښارونو او کليو په استوګنځايونو کې د ناروغۍ د وقايې او کنترول او د ناروغانو د درملنې په دوو مهمو برخو کې کارونو ته په درنه سترګه وګورو. د ساري ناروغۍ سرچينه څنګه له منځه يووړل شي؟ شي جين پينګ په دې اړه وويل، چې ساينس او تکنالوژي تر ټولو ځواکمنه وسله ده. دغه قضاوتونه او مهم حکمونه په چین کې د دغې ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول په چلند کې څرګند او اغېزمن شوي دي. ويل کيږي چې دا د دولتي ادارې د سيستم او توان د عصري کېدو په اړه يوه ښه بېلګه او د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتیا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ مفکورې د عملي کېدو ارزښتناک تمرينات دي.

پسرلی له هيلو څخه ډک فصل دی. په چين کې د عمومي منشي شي جين پينګ تر لارښوونه لاندې روانه ځانګړې ولسي مبارزه هم پسرلي ته ننوزي. چينايان د ټينګ باور او يووالي په روحيه د کوښښونو په حال کې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای