CRI Online

د سترو ښځينه طبي کارکوونکو له خدمتونو څخه د بشري حقوقو په برخه کې د چين پرمختګ څرګندېږي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-08 20:23:16

په چين کې د نارينه وو او ښځو د حقونو برابري يو اساسي ملي اصل دی. په ۱۹۹۵م کال کې په بېجينګ کې د ښځو نړيوالې غونډې د بېجينګ اعلاميه او عملي تګلاره يې تصويب کړې ده چې له مخې يې د نارينه وو او ښځو د حقونو د برابرۍ د ساتلو او د ښځو د حقونو د تأمينولو په برخو کې ستراتيژيکه موخه او د تګلارو جوړښت تائيد شوی دی. په ۲۰۱۵م کال کې د ښځو په نړيواله سرمشريزه غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نارينه وو او ښځو د حقونو د برابرۍ او په هره ساحه کې د ښځينه چارو د پرمختګ په برخو کې د چين دريځ بيان کړ چې د ښځو د نړيوالو چارو د پياوړتيا لپاره خوځنده ځواک يې برابر کړ.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ښځو د سږنۍ نړيوالې ورځې په درشل کې له نوي کرونا ويروس سره د مبارزې په سنګر کې د ښځو په شمول د چين د بېلا بېلو ساحو ښځو ته د مبارکۍ پيغام ولېږه او په ياده مبارزه کې د دوی د سترو خدمتونو ستاينه يې وکړه. له دې څخه څرګندېږي چې د چين واکمن ګوند او د چين حکومت تل ښځو ته پاملرنه او احترام کوي.

د ښځو د سږنۍ نړيوالې ورځې مطلب ( زه د برابرۍ نسل يم: د ښځو حقونه ساتنه) دی. د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د دغې ورځې د لمانځنې په فعاليت کې غوښتنه وکړه چې ښځې يوازې په برابرۍ توګه د ټولنې په بېلا بېلو چارو کې ګډون وکړي، موږ د دوی له پوهو، تجربو او مفکورو څخه ګټه واخلو. هغه د چين د ښځينه ساينسپوهې تو يو يو په مثال دغه نظر څرګند کړ. نوموړي وويل، چې تو يو يو د شلمې پيړۍ په اوومه لسيزه کې د چين له دوديز طبي درملو څخه د ملاريا ناروغۍ د تداوي درمل پيدا کړ. د دې د خدمت په رڼا کې په ټوله نړۍ کې د څو ميلونو تنو سر او ژوند ساتل شوی دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای