CRI Online

د چين دوديز طب او درملو له ناول کورونا ويروس سره په مقابله کې ځانګړی رول لوبولی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-03-08 21:02:33
د چين دوديز طب او درملو له ناول کورونا ويروس سره په مقابله کې ځانګړی رول لوبولی دی

د چين ساينسپوهې تو يو يو له اوږدې مودې راهيسې د چين د دوديزو درملو څېړنې کړې او کوي يې، پنځه کاله مخکې هغې د ملاريا ناروغۍ لپاره د ارتمنسينن په نوم د نوي ډول درملو د څېړنې او جوړونې له امله د نوبل جايزه تر لاسه کړه. اوس له ناول کورونا ويروس سره په مقابله کې د چين دوديز طب او درملو له لوېديځو طبي لارو چارو سره ستر خدمتونه کړي دي او په چين کې د ناروغانو د درملنې لپاره يوه مهمه برخه ګرځېدلي. د ياد ويروس ساري ناروغۍ تر رامنځته کېدو وروسته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په کاري غونډو او ترتيباتو کې څو ځلې غوښتنې کړې چې بايد د چين دوديز طب او لوېديځ طبي لارې چارې يو ځای وکارول شي.

د يوې شمېرنې له مخې، د چين د دوديزو طبي چارو سيسټم د هو بۍ ولايت بېلا بېلو سيمو ته نږدې ۵۰۰۰ طبي کارکوونکي ليږلي او په دې ولايت کې د ناروغانو د تشخيص په برخه کې د چين دوديز طب او درملو ۷۵ سلنه خدمتونه ترسره کړي او له هو بۍ ولايت څخه بهر دغه رقم له ۹۰ سلنې څخه زيات دی. د چين د روغتيايي کمېټې يوې مسئولې يو يان هونګ د مارچ په ۶مه نېټه وويل تر اوسه څه باندې ۵۰ زره ناروغان جوړ شوي او له روغتون څخه وتلي دي، زياتره يې د چين دوديز درملو په برکت جوړ شوي دي.

له ناول کورونا ويروس سره په مقابله کې د چين دوديزو درملو د سترو خدمتونو تر شا له څو زرو کلونو راهيسې د چين د طب او درملو د څېړنې او خپرېدا ژور بنسټ لري. زر کاله مخکې د چين په ځينو مشهورو طبي کتابونو کې د ساري ناروغۍ د وقايې او درملنې تجربې ليکل شوې. د چين د ولسي جمهوريت تر جوړېدو وروسته د چين دوديز طب د يو مسلکي تخصص په توګه وده او پرمختګ کړی دی. د سارس او جيا ډول ګريپ په شمول د ځينو ساري ناروغۍ د وقايې او درملنې په بهير کې د چين د دوديز طب او درملو ستر رول تاييد شوی دی.

عکسونو:

۱ طبي کارکوونکي له ناروغانو سره په ګډه بدني ورزش کوي

۲ د وو هان ښار د جيانګ شيا په نوم لنډمهالي روغتون د چين د دوديز طب د درملنې لپاره جوړ شوی ځانګړی مرکز دی، ډاکټر د ناروغ د ژبې په کتلو سره د ده د ناروغۍ حالت تاييد کړی

۳ د وو هان ښار د جين ين تان روغتون کې چې د چین د دوديز طب ګروپ لخوا اداره کېږي، جوړ شوي ناروغان له طبي کارکوونکو سره

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای