اردن د یکشنبې په ورځ پریکړه وکړه چې په لنډمهالي توګه د بهرنیو کارکونکو او زده کونکو لپاره چې په اردن کې پاتې دي، په بهرنۍ رخصتۍ او سفر کولو بندیز ولګوي ترڅو د ناول کوروناویروس احتمالي پیښې کنټرول کړي.
د اردن د روغتیا وزیر سعد جابر دغه څرګندونې د یوه خبري کنفرانس پرمهال وکړې او ویې ویل چې دا پریکړه به روانه اونۍ په لاره واچول شي.
اردن همداشان پریکړه وکړه چې د نوي کورونا ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره د نویو اقداماتو په لړ کې بهر ته د ښوونځیو د زده کوونکو یا محصلینو او د دولتي کارمندانو سفرونه هم وځنډوي.
ــــــزلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |