CRI Online

په فرانسه کې د نوي ډول کورونا ويروس پر ناروغۍ د اخته کسانو عمومي شمېر له زرو تنو څخه اوښتې دی

cri     (GMT+08:00) 2020-03-09 10:46:01

د فرانسې د عامې روغتيا وزارت د خبر له مخې، د مارچ تر اتمې نيټې پورې په دغه هېواد کې د نوي ډول کورونا ويروس پر ناروغۍ د اخته کسانو عمومي شمېر ۱۱۲۶ تنو ته ورسيد او نولس تنه د دغې ناروغۍ له امله مړ شوي.

د شميرنې له مخې، په همدې ورځ پر دغې ناروغۍ د نويو اخته کسانو شمېر ۱۷۷ تنه و او دري تنه تازه مړه شوي.

د فرانسې د کارګرو چارو وزيرې موريل پينيکاود مارچ په اتمه نېټه وويل چې د ساري ناروغۍ تر اغيزې لاندې په دغه هېواد کې د شاو خوا نهه سوو تصديو نژدې ۱۵زره کارکوونکو د کار د تعطيل کېدو غوښتنه کړې. هغې اټکل کړی چې په راتلونکو څو ورځو کې به لا نورې زياتې تصدۍ د خپلو کارونو د بندولو په هکله د مرستې تدبيرونو په اړه غوښتنه وکړي .

په فرانسه کې د کار تعطيل کېدو په اړه تدبيرونه په داسې حال دي چې هغه تصدۍ چې لنډ مهاله اقتصادي مشکلات لري، نو د دولت له ځانګړو څانګو څخه د مرستې غوښتنه کولای شي او له دولت څخه د اجازې تر لاسه کولو وروسته د کارکوونکو کاري وخت کمولی ش. په دې حال کې کارکوونکي د کاري وخت د کموالي له امله د کم شويو عايداتو جبران تر لاسه کولی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای