د سين هوااژانس د خبر له مخې، د المان د ناروغۍ د کنټرول څانګې د تازه شميرې له مخې، پر ځايي وخت د مارچ تر اتمې نيټې پورې په جرمني کې د نوي ډول کورونا ويروس پر ناروغۍ د اخته کسانو عمومي شمېر ۹۰۲ تنو ته ورسيد چې د يوې ورځې مخکې په پرتله ۱۰۷ تنه زيات شوی.
د جرمني د روغتيا وزير جينس سپان په اتمه نېټه د ساري ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي په هدف د هغو لويو فعاليتونو د لغوه کېدو وړانديز وکړ چې څه دپاسه زر تنه به په کې ګډون وکړي.
د ساري ناروغۍ تر اغيزې لاندې په دغه هېواد کې د نندارتونونو او سپورټي سياليو په شمول څو لوي فعاليتونه لغوه شوي او نورو هېوادونو ته د ماسکونو او د طبي ساتوونکو لباسونو په شمول د طبي توکو صادرات منع شوي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |