CRI Online

د ناول کورنا ويروس د چټک خپرېدا پر وړاندې د افغان حکومت اقدامات

cri     (GMT+08:00) 2020-03-09 12:57:51

ټولو ته معلومه ده چې ناول کورونا ويروس اوس په ټوله نړۍ کې د چټک خپرېدا په حال کې دی. د روغتيا نړيوال سازمان د وروستي رپوټ له مخې، د مارچ تر ۶مې نېټې پورې په نړۍ کې څه باندې يو لک کسان په ياد ويروس اخته کېدل تشخيص شوي دي، کابو ۳ زره کسان له دې امله مړه شوي او د چين او افغانستان په شمول څه دپاسه ۸۰ هېوادونو کې دغه ويروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

څو ورځې دمخه ايران ته نژدې د هرات ولايت په سرحدي سيمه کې پر دغه ويروس د يو کس اخته کېدل تشخيص شوي دي. اوس د دغه ناروغ حالت څنګه دی؟ افغان حکومت د ناول کورونا ويروس د چټک خپرېدا د مخنيوي لپاره څه اقدامات کړي او نيولي؟ د عامې روغتيا وزارت د عامو وګړو د ورخطايۍ د کمولو لپاره څه کارونه کړي دي؟

د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر وحيد الله مايار په دې اړه د چين ميډيا ګروپ د پښتو څانګې مرکه منلې ده او زموږ يادو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړي دي. راځئ د ده خبرې او ځوابونه وګورئ!

د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر وحيد الله مايار زموږ د مرکې په ترڅ کې په هرات کې د هغه تشخيص شوي ناروغ د حالت په اړه داسې معلومات ورکړل:

"هغه مریض چې مثبت تشخیص شوی ده، کورونا پر ویروس باندې، په هرات شفاخانه کې ده. تجید کوي، ازریشن ورکوي، وضعیت یې ډېر ښه ده، قناعت بخشه ده وضعیت یې، هغه ورځې چې پوره شي، بیا به دا دست چارچیږي، په ضمن کې هغه ټول د فامیل غړي هم جوړ دي، کنټکسټیشن شوی، کسانو سره چې ده تماس درلوده، هیڅ یو یې کومه ستونزه نه لري. په افغانستان کې اوس حالات عادې دي او تراوسه ۱۱۹ مشکوکې پيښې وجود لرې چې د هغې څخه یې یوه مثبته او د۸۰ څخه زیاتې منفي او د څودیرشو ۳۰ معاینات تراوسه نه دې راغلې."

افغان حکومت د دغې ساري ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول لپاره څه اقدامات نيولي که نه؟ دغه اقدامات څه دي؟ وياند ښاغلي واحيدالله مايار داسې وويل:

"د کرونا د ويروس يا د کوويد ۱۹ مريضي د مخنيوي په خاطر او د کنترول په خاطر موږ شديد اقدامات نيولي دي، که چيرې په منطقه کې وضعيت خراب شي له شک پرته افغانستان هم له ګواښ خطر سره مخ کيدلی شي.

که په همدغه شکل روان وي موږ اوس الحمد لله په ډير ښه حالت کې يو، يعنې يوه مثبته پېښه لرو، او يو سل نولس مشکوکې پېښې، چې دې څخه څو اتيا يې منفي دي او شپږ ديرش ازمايښت يې پاتې دی چې نتيجه سبا اعلانيږي، تر اوسه وضعيت په افغانستان کې خراب نه دی، که چېرې واقعات په ايران او پاکستان ګاونډي ملکو کې زياتيږي له شک پرته افغانستان به هم زياتيږي، دغه اقدامات نيول شوي دي او ورځ په ورځ زموږ اقدامات زياتيږي، د افغانستان دولت هم پنځلس مليون ډالر اختصاص ورکړی دی، موږ تشخيصيه معايناتو الې هم د د روغتيا نړيوال سازمان څخه تر لاسه کړل په ارزښت د دری اعشاريه څلور مليون ډالرو دي، متحده عربي امارات هم د تشخيصيه معايناتو الې راکړلې دي چې د هرې يوې ظرفيت د پنځوس زرو ناروغانو لري چې ټول زر الې دي پرون يې پنځه سوه راورسېدلې او پنځه سوه به بله اوونۍ ته راورسيږي.

کارونه چې شوي دي هغه وخت چې اوله پېښه په ووهان کې وه موږ دلته کارونه شروع کړل په عامې روغتيا وزارت کې سکرين ننګ شروع شو په ټولو هوايي ډګرونو او بندرونو کې، روغتونونه جوړ شول چې په ظرفيت د اته سوه بستره موږ په ټول افغانستان کې مو اختصاص ورکړی دی او که واقعات زياتيږي مو بيا په بل پلان کې بيا موږ نور روغتونونه هم لرو چې څو زرو ته به يې ظرفيت ورسيږي."

نو افغان حکومت د دغې ساري ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول لپاره څه اقدامات کړي؟ او دغه اقدامات تر ډيره څه دي؟ ښاغلي واحيدالله مايار په دې اړه څرګنده کړه:

"موږ تر وروستۍ اندازې پورې کوښښ کوو، خلکو ته واقعيتونه څرګند کړو تر څو خلک اندېښمن او ورخطا نه شي، په اول کې له شک پرته اوله مثبته پېښه وه، خلک لږ ورخطا وو، وروسته له هغې چې د عامې روغتيا وزير چې په تلويزيون کې خلکو ته معلومات ورکړل د خلکو تشويش رفع شو او موږ يو ګروپ د وياندويانو لرو چې په کابل کې او په مختلفو ولايتونو کې دوی هر وخت د رسنيو له لارې خلکو ته پيغامونه ورکوي او په موقع باندې د معلوماتو رسونه کوي او هغه څه چې حقيقت لري په صادقانه توګه يې خلکو ته په پرله پسې توګه وړاندې کوي."

لکه څنګه چې د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز ويلي، مهرباني وکړئ، د امکان تر حده کوښښ وکړئ د هغو ناروغانو سره له مستقيم تماس څخه ځان وساتئ او ډډه وکړئ چې ټوخيږي او شديد رېزش ولري.ړد ورځې په اوږدو کې مو حتما څو ځلې خپل لاسونه په اوبو او صابون سره پرېمينځئ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای