CRI Online

د چين ښځو له کرونا ويروس سره د نيمې نړۍ په څېر مبارزه کړې ده

cri     (GMT+08:00) 2020-03-09 14:59:13

د مارچ اتمه نېټه د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده، خو سږ کال دغه ورځ په چين کې د ښځينه طبي کارکوونکو لپاره د نورو کلونو په نسبت ځانګړی ارزښت لري.
د ښځو چارو په اړه د نړيوالې ټولنې رئيسې مېرمن بيوس په همدې ورځ وويل د چين ښځينه طبي کارکوونکي له ناول کورونا ويروس سره د مقابلې په سنګرونو کې دي، د دوی د قربانۍ او فداکاري روحيې ډېر د ستاينې وړ دي. د دغو ښځينه طبي کارکوونکو پر مخونو د ماسکونو او طبي عينکو تر اوږد وخت اغوستلو وروسته د نښو په اړه د عکسونو په کتلو سره نړيوالو دوستانو او ويبپاڼې کتونکو دوی ډېرې تحسين کړې دي. مېرمن بيوس وويل، د چين دغو ښځينه طبي کارکوونکو له خطرونو نه دي وېريدلې او په دغه مقابله کې يې په ډېره زړورتيا مهم رول لوبولی دی.
د ناول کورونا ويروس ساري ناروغۍ خپرېدا د هر هېواد او هر کس پر وړاندې ستره ننګونه ده. د چين ښځې په دغه خطرناکه شېبه کې له ويروس سره د مقابلې لومړي محاذ ته رسېدلي دي. پروا نشته چې د طبي درملنې، علمي څېړنې، د پروژې جوړونې او يا د توليد عرضې او لوژيستيکي ضمانت، د مقابلې په بېلا بېلو برخو کې ښځې برخمنې دي.
اړوندې شمېرنې ښيي چې په هو بۍ ولايت کې د يادې ناروغۍ د درملنې په برخه کې له طبي کارکوونکو څخه دوه پر درېيمه برخه ښځينه دي. د هوه شن شان په نوم د لنډمهالي روغتون جوړونې په بهير کې د ښځينه کارکوونکو شمېر د نارينه وو په شان و. په همدغه ولايت کې د فعالو خبريالانو په عمومي شمېر کې د ښځو انډول له ۳۰ سلنې زيات دی.
ښځې د نارينه وو په نسبت هېڅ کمزورتيا نه لري! دوی په خندا او مسکا سره موږ ته ويلي چې د هېواد لپاره په خدمتونو کې جنسيتي توپيرونه نشته.
د چين ښځې په اسيايي هنر او کلتور کې ځانګړې نمونه ده، دوی پر ځان باور او زړورتيا لري. دا د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۰ کلونو راهيسې د جنسي برابرۍ تګلارو د تطبيق نتيجه ده. چين په ۱۹۵۴ کال کې د جنسي برابرۍ او د مساوي کار په مقابل کې د نارينه او ښځينه مساوي معاش مقررات په اساسي قانون کې وليکل چې د جاپان په نسبت ۳۱ کاله مخکې دی.
د جنسي برابرۍ په اړه نظر د نوي چين د ودې او پرمختګ په بهير کې ساتل شوی او د وخت په تېرېدو سره يې ډېرې لاسته راوړنې لري. نن ورځ مو دا ليدلي چې د چين ښځو له ويروس سره د مقابلې په محاذ کې په خپلو مسلکونو سره هېواد ته ستر خدمتونه ترسره کړي دي.
يوه ستره مهمه بېلګه دا ده: ۷۳ کلنه مېرمن لي لن جوان د ساري ناروغۍ يوه کارپوه ده او د چين د انجنيرۍ اکاډمۍ غړې ده. هغې د ناول کورونا ويروس ساري ناروغۍ تر خپرېدو وروسته لومړی د وو هان ښار د خلکو د تګ راتګ تړلو وړانديز وکړ او د دې ناروغۍ د لا خپرېدو په مخنيوي کې يې مهم رول ولوباوه.
د چين او د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو ګډ څېړنيز ګروپ څو ورځې مخکې د يو راپور په خپرولو سره وويل، د چين د اغېزمنو تدبيرونو په رڼا کې د يو لک ناروغانو د نور زياتېدو شونتيا له منځه وړل شوې ده
اوس دغه ۷۳ کلنه سپين سرې لا هم له ناول کورونا ويروس سره په مقابله بوخته ده او هره ورځ يوازې درې څلور ساعته ارام او خوب کوي. د دې د ځان ساتنې په طبي جامو باندې داسې ليکل شوي چې ((وو هان جيا يو!)) يعنې قوي اوسه وو هانه! د دې روحيه ډېره د احترام وړ ده.
بل مثال دا دی چې نجلۍ ګان ژو يي کار ته د ستنېدو لپاره پر بايسکل باندې له ټاټوبي څخه وو هان ته لاړه.
۲۴کلنه ګان ژو يي د وو هان د جيانګ شيا ناحيې د يو روغتون د لابراتوار په کوټه کې کار کوي. د روان کال د جنورۍ په ۲۳مه نېټه هغه د پسرلني اختر رخصتۍ لپاره خپل ټاټوبي جنګ جو ښار ته تللې وه، خو د ناول کورونا ويروس ساري ناروغۍ د خپرېدو له امله د وو هان او جينګ جو په شمول د هو بۍ ولايت د ښارونو د خلکو تګ راتګ وتړل شول. جينګ جو ښار له وو هان څخه درې سوه کيلومتره واټن لري، عمومي سړک وتړل شو او د اورګاډي تګ راتګ هم ځنډول شوی و. ګان ژو يي پرېکړه وکړه چې پر بايسکل باندې کار ته ستنه شي. هغه د جنورۍ په ۳۱مه نېټه وخوځېدله او د سفر په بهير کې يې ډېرې ستونزې وزغملې او ليرې کړې، څرنګه چې هوا سړه وه او ترانسپورټي شرايط ښه نه وو، د نيکمرغۍ وړ خبر دا و چې هغه په لاره کې د پوليسو مرسته هم تر لاسه کړه. تر څلور ورځې وروسته هغه د فبرورۍ په ۳مه نېټه خپل د کار ځای ته ورسېدله او د دې د کورنۍ غړو اندېښنه هم ارامه او ليرې شوه.
مېرمن لي لن جوان او نجلی ګان ژو يي عادي کسان دي، خو د دوی اراده ټينګه ده او عملونه يې عادي نه دي. د ګڼ شمېر عادي کسانو د ناعادي کړنو له امله له دغه ويروس سره په مقابله کې د برياليتوب د ګټلو نښه لا څرګنده شوې ده.
م م د روان کال د ښځو د نړيوالې ورځې لپاره دا عنوان ټاکلی چې ((مساوي نسل: د ښځو حقوق عملي کېږي)). د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس دا ويلي چې جنسي برابرۍ دا معنا لري چې په ټيټ نظر کتل شوې ښځې به وليدل شي او د دوی لاسته راوړنې به وستايل شي.
د هر هېواد لپاره د جنسي برابرۍ عمل کول يو اوږد بهير دی، خو دا يو واقعيت دی چې په ټولنيزو کارونو کې د ښځو برخې ستر اهميت لري. چين کې له ويروس سره مقابله کې د ښځو دغسې سترې پياوړې کړنې دا ښيي چې دوی د خپل ارزښت د عملي کولو، د کور او هېواد د ساتنې لپاره پر ځان پوره باور او توان لري. له دې څخه په چين کې د جنسي برابرۍ تګلارې د تطبيق برياليتوب پوره ښکارېږي.
ليکواله: د چين ميډيا ګروپ د پښتو څانګې خبرياله هيله
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای