CRI Online

د تايوان په اړه د امريکا لايحه پر نورو د تهديد هيڅ اغېزه نه لري

cri     (GMT+08:00) 2020-03-09 17:20:53

اوس په نړۍ کې د نوي کورونا ويروس له ساري ناروغۍ سره مبارزه روانه ده، په داسې حال کې د امريکا ځينې سياستوال د مشکيلاتو اوګډوډۍ د رامنځته کولو په حال کې دي چې د دوی تر هڅو لاندې د امريکا په ولسي جرګه کې د تش په نوم (( د ۲۰۱۹ کال د تای بې لايحه )) تصويب شوه. په ياده لايحه کې د امريکا له حکومت څخه غوښتنه شوې چې له تايوان سره د نورو هېوادونو د اړيکو له بدلونونو سره سم له دغو هېوادونو سره اقتصادي، امنيتي او ديپلوماتيک ارتباط پياوړی او يا کم کړي. د دغې لايحې اصلي موخه دا ده چې د ګواښونو او يا ګټو په وسيله د تايوان ادارې د تش په نامه بهرنۍ اړيکې ټينګې کړي.

۴۰ کاله مخکې، امريکا د يو چين پېژندنې پر اصل له چين سره ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې، خو اوس دغه هېواد د نورو هېوادونو او چين ترمنځ د عادي سياسي اړيکو پر وړاندې د خنډونو اچولو په هڅه کې دی، د امريکا دغه عمل او ظالمانه او بې دليله دی. دغه لايحه د تايوان په اړه د امريکا له نورو پخوانيو لايحو سره داسې ګډه موخه لري چې د تايوان په وسيله د چين د پرمختګ مخه ونيسي او د چين د دولتي يووالي پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د مقابلې د پارولو له لارې خپلې ګټې واخلي، تر څو د امريکا باداري وساتل شي. د تش په نوم د تای بې لايحه د يو چين پېژندنې له اصل او د چين او امريکا ترمنځ له دريو اعلاميو څخه سخته سرغړونه او د چين په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه ده، چين له دغې لايحې سره ټينګ مخالفت کوي.

د تايوان په اړه د امريکا دغه لايحه حقيقت نه شي بدلولی چې د تش په نوم (( د تايوان نړيواله ساحه )) د کمېدو په حال کې ده، او د چين د دولتي يووالي د ګامونو مخه نشي نيولی. چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې د تايوان په اړه اړوندو چارو ته جدي پاملرنه او په احتياط چلند وکړي، تر څو د چين او امريکا ترمنځ په اړيکو کې ستونزې رامنځته نشي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای