د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د مارچ په ۶مه نېټه د دغه هېواد له خبريالانو سره په يوه مرکه کې په خپله وينا کې نوی کورونا ويروس د وو هان کورونا ويروس په توګه ياد کړ. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مارچ په ۹مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين د امريکا د ځينو سياستوالو د شرمناکو کړو وړو غندنه کوي.
ګنګ شوانګ په خپله وينا کې وويل، چې د روغتيا نړيوال سازمان د نوي کورونا ويروس رسمي نوم ټاکلی دی. خو ځينې امريکايي سياستوالو علومو او د روغتيا نړيوال سازمان پريکړې ته سپکاوی کوي او د نوي کورونا ويروس له لارې چين او وو هان بدناموي، چين د دوی د دغه شرمناک عمل څخه غندنه کوي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |