د مارچ په نهمه نېټه د اردن د سمندري چارو د کميټې رئيس محمدسلمان وويل ، اردن فکر کوي چې د دې هېواد د اقبا ښار په بندر کې به د هغې بېړۍ د درېدو غوښتنه رد کړي چې پکې ايتالوي مسافرين دي. ټاکل شوې چې دغه بېړۍ د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه د اردن اقبا په بندر کې ودريږي. اوس دغه بېړۍ له خپلې ټاکلې سمندري لارې سره سم حرکت کوي او پکې د بېلا بېلو هېوادونو څخه راغلي درې زره مسافرين شته دي چې په دې جمله کې اووه سوه تنه ايټالويان شامل دي.
سلمان د يادې بېړۍ په اړه نور معلومات نه دي وړاندې کړي او ويې ويل چې دغه تدابير د نوي کورونا ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره د دې هېواد له خوا د نيول شويو تدبيرونو يوه برخه ده. سربېره پردې د اردن د سمندري چارو کميټه به د اردن سمندري سيمو ته له رسېدو څخه په مخکنيو دېرشو ورځو کې د هغو ټولو بېړيو د حرکت د حالاتو څارنه وکړي چې د اردن په سمندري بندرونو کې د درېدو پلان يې درلود.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |