د مصر د خبري رسنيو د مارچ به نهمه نيټه خبر ور کړ چې د مصر صدراعظم مصطفی مدبولی پرېکړه وکړه چې په لنډمهالي توګه دې ټولې لويې غونډې او فعاليتونه بند شي چې په دې جمله کې د دې هېواد د بېلا بېلو ولايتونو له خوا جوړېدونکې لويې غونډې شاملې دي. د دغو غونډو د بيا پيل وخت به د خبرپاڼې له مخې وټاکل شي. د مصر دغه پرېکړه د نوي کورونا ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره د دې هېواد د حکومت له خوا د نيول شويو تدبيرونو يوه برخه ده. د مصر اړوندې څانګې به د دې پرېکړې د پلي کولو لپاره هڅې وکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |