د مارچ د نهمې نيټې په شپه د ايټاليا صدراعظم ګيوسيپي کونټ اعلان وکړ، څرنګه چې د نوي کورونا ويروس د خپرېدو حالت په هېواد کې سخت شوی،نو په ټول هېواد کې به د وګړو ترمنځ د تګ راتګ د مخنيوي او کنټرول تدبيرونه ونيول شي. د مارچ له لسمې نيټې څخه که ايټالويان کاري يا روغتيايي اړتياوې نه لري، نورو ځايونو ته دې له تګ او سفرونو څخه ډډ وکړي. د دې هېواد په ټولو ښوونځيو او پوهنتونونو کې تعليمي فعاليتونه به د اپريل تر درېيمې نيټې پورې بند شي او د دې ترڅنګ ټولې سپورټي سيالۍ او فعاليتونه به هم ودريږي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |