CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: له چين پرته په نورو هېوادونو او سيمو کې په ناول کورونا ويروس د تشخيص شويو ناروغانو شمېر ۲۸۶۷۴ ته رسيدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-03-10 11:06:27

د مارچ په نهمه نېټه د روغتيا نړيوال سازمان د ناول کورنا ويروس د خپرېدو په اړه نوی راپور خپور کړ چې له مخې يې د بېجينګ پروخت د همدې ورځې د مازديګر تر پنځو بجو پورې له چين پرته په نورو ۱۰۴ هېوادونو او سيمو کې پر ناول کورونا ويروس د تشخيص شويو ناروغانو شمېر ۲۸۶۷۴ و چې په دې جمله کې په دې ويروس د نويو اخته شويو کسانو شمېر ۳۹۴۹ و. سربېره پردې په دې ويروس د اخته کېدو له امله ۶۸۶ تنه مړه شوي دي.د دې ترڅنګ په بنګله ديش،پاراګوای اوالبانيا کې د نوي کورونا ويروس تازه پېښې هم پيدا شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای