CRI Online

دونالډ ټرمپ: تېر کال په امريکا کې ۳۷ زره تنه په انفلوېنزا د اخته کېدو له امله مړه شوي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-10 11:38:32

د مارچ د نهمې نيټې په سهار د امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ په ټولنيزه ميډيا کې په دې هېواد کې د نوي کورونا ويروس د خپرېدو په هکله خپل نظرونه څرګند کړل او ويې ويل چې تېر کال په امريکا کې ۳۷ زره تنه په انفلوېنزا د اخته کېدو له امله مړه شوي او هر کال په انفلوېنزا د اخته کېدو له امله په منځني توګه له ۲۷ زرو څخه تر ۷۰ زرو تنو پورې مړه کيږي. د انفلوېنزا د خپرېدو په حال کې هېڅ عامه تأسيسات نه دي بند شوي او ژوند او اقتصاد مو په عادي توګه روان و. خو اوس د نوي کورونا ويروس له امله پر سږي ناروغۍ باندې د اخته شويو کسانو شمېر ۵۴۶ تنو ته رسيدلی چې په دې جمله کې ۲۲ تنه مړه شوي دي.نو تاسې بايد دغه دوه حالتونه تر غور لاندې ونيسي. د امريکا د خبري رسنيو د خبر له مخې د نوي کورونا ويروس د خپرېدو له امله د دې هېواد اته ايالتونو بيړني حالت ته د داخلېدو اعلان کړی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای