د سينهوا اژانس د خبر له مخې محمد اشرف غني چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بريالی اعلان شوی و، د مارچ په نهمه نېټه د دې هېواد په پلازمينه کابل کې د افغان ولسمشر په توګه لوړه وکړه او د ولسمشرۍ ماموريت دوهمه پنځه کلنه موده يې پيل کړه.
د لوړې مراسم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې تر سره شول او تر هغه وروسته ولسمشر غني د فرمان په صادرولو سره محمد يوسف غضنفر د اقتصادي،سوداګريزه پرمختيا او د فقر سره د مبارزې په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي په توګه وټاکه.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |