CRI Online

دوو افغان مشرانو په جلا جلا توګه د دې هېواد د ولسمشرانو په توګه لوړې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-03-10 12:05:55

د مارچ د نهمې نيټې په مازديګر افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دې هېواد د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او د ماموريت خپله دوهمه موده يې پيل کړه. د دې ترڅنګ د دې هېواد حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم د افغان ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د روان کال په فبروري کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولسمشرۍ ټاکنو نتيجه خپره کړه چې د تېر کال په سپتمبر کې تر سره شوې وې. د دې نتيجې له مخې محمد اشرف غني د ولسمشرۍ په ټاکنو کې په سلو کې ۵۰ اعشاريه ۶۴ رايې تر لاسه کړې او عبدالله عبدالله په سلو کې ۳۹ اعشاريه ۵۲ رايې تر لاسه کړې. د ټاکنو قانون له مخې هغه کانديد چې څه باندې نيمه برخه رايې تر لاسه کوي، په مستقيمه توګه د افغان ولسمشر په توګه ټاکل کيږي، خو تر هغه وروسته عبدالله پردې نتيجه انتقاد وکړ چې د ټاکنو د رايو د حسابولو په ترڅ کې درغلي شوې او اعلان يې وکړ چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې په خپله بريالی دی او خپل حکومت به جوړ کړي.

د عبدالله دفتر د دې خبر پخلی کړی چې تېره اوونۍ د افغانستان چارو په هکله د امريکا ځانګړي استازي زلمی خليلزاد له عبدالله عبدالله سره درې ځلې په دې اړه ملاقاتونه وکړل او هيله يې درلوده چې د اوسنۍ مسئلې د حل وفصل لپاره لايحه پيدا کړي، خو هيله يې له لاسه ور کړه.د افغانستان د دان مطبوعاتي ويبپاڼې د خبر له مخې د لوړې مراسمو څخه په مخکنيو ۲۴ ساعتونو کې خليلزاد لاهم د دې لپاره هڅه کوله چې ياد دوه افغان مشران به په دې برخه کې يوې هوکړې ته ورسيږي. خو دوی ګډو نظريو ته ونه رسيدل.

د همدې ورځې په مازديګر د ولسمشر غني د لوړې مراسمو پر مهال پر ولسمشرۍ ماڼۍ د دوو راکټونو بريد وشو، خو هېچا د دې پېښې پړه نه ده منلې.سياسي څېړونکي په دې اړه انديښمنه څرګندوي چې د افغان مشرانو ترمنځ د نظرونو توپيرونو د موجوديت له امله به په دې هېواد کې وضعيت لا پېچلی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای