CRI Online

چين د هېواد د راتلونکي په اړه د افغانانو پريکړې ته درناوی کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-10 19:15:29

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مارچ په لسمه نېټه وويل، چې چين د دې درناوی کوي چې افغانان پخپله د هېواد راتلونکی ټاکي، او ولسمشر محمد اشرف غني ته مبارکي وايي او هيله لري چې د افغانستان له نوي حکومت او د بېلا بېلو ټولنو له کسانو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او اړيکو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي څو د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او پخواني اجرائيه مشر عبدالله عبدالله د مارچ په ۹مه نېټه په جلا جلا توګه د دې هېواد د ولسمشرانو په توګه لوړې وکړې. ګنګ شوانګ په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې د خبريالانو اړوندې پوښتنې ته په ځواب کې يادې څرګندونې وکړې او د افغانستان له بېلا بېلو ډلو څخه يې وغوښتل چې د هېواد او خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکړي، د بېلا بېلو خواوو ګډې نظريې راغونډې کړي او د هېواد د سولې، بيارغونې او ملي روغې جوړې بهير چټک کړي. نوموړي وويل، هيله لرو چې نړيواله ټولنه د افغانانو هيلو ته درناوی وکړي، د افغانانو له ملي روغې جوړې څخه ملاتړ ته دوام ورکړي او د دغه هېواد د سولې لپاره ورسره مرستې وکړي. په افغانستان کې له ميشتو بهرنيو ځواکونو څخه هم غوښتنه کوو چې په منظم او مسئولانه ډول له افغانستان څخه ووځي، تر څو په دغه هېواد کې د حالاتو سالم انتقال رامنځته شي او د ترهګريزو ډلو پراخوالي رامنځته نه شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای