د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون مشر شي جين پينګ د مارچ په لسمه نېټه د هو بۍ ولايت په وو هان کې د نوي کورونا ويروس د ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول له چارو څخه ليدنه وکړه.
نوموړي د هوشنشان روغتون په لارښونکي مرکز کې د ليري واټن د طبي ډګر له لارې د طبي کارکوونکو له استازو سره ويډيويي کتنه وکړه او د دوی د کار او تضمين د حل احوال پوښتنه يې وکړه. شي جين پينګ دوی ته وويل، چې تاسو ټولو وقايوي جامې او ماسکونه اغوستي، ستاسې رښتينې څېرې نه شم کتلی، خو تاسو ټول زما په زړه کې ډېر د احترام او ستاينې وړ کسان يئ. زه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په استازيتوب تاسو ته احترامات وړاندې کوم.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |