CRI Online

شي جين پينګ: موږ بايد پر دې ټينګ باور ولرو چې د نوي کورونا ويروس له ساري ناروغۍ سره په مبارزه کې بريالی کيږو!

cri     (GMT+08:00) 2020-03-10 20:56:50

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون مشر شي جين پينګ د مارچ په لسمه نېټه د هو بۍ ولايت په وو هان کې د نوي کورونا ويروس د ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول له چارو څخه ليدنه وکړه.

نوموړي په هوشنشان روغتون کې له ناروغانو سره په ويډيويي کتنه کې وويل، چې اوس تر هر څه لومړی د باور ټينګوالی ډېر مهم کار دی، موږ بايد په ګډه پر دې ټينګ باور ولرو چې د نوي کورونا ويروس له ساري ناروغۍ سره په روانه مبارزه کې به برياليتوب تر لاسه کوو! وو هان ښار به حتما بريالی کيږي، هو بۍ ولايت به حتما بريالی کيږي او چين به خامخا بريالی کيږي!

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای