CRI Online

شي جين پينګ د هو بۍ ولايت له وو هان څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-03-10 21:00:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون مشر شي جين پينګ د مارچ په لسمه نېټه د هو بۍ ولايت په وو هان کې د نوي کورونا ويروس د ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول له چارو څخه ليدنه وکړه. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې هو بۍ ولايت او وو هان ښار د نوي کورونا ويروس له ساري ناروغۍ سره په مبارزه کې تر ټولو مهم او اصلي ميدان دی. د سختو کوښښونو له لارې په هو بۍ ولايت او وو هان ښار کې د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول حالت ورځ تر بلې د ښه والي په حال کې دی او د تېرې مرحلې مهم بريتاليتوب تر لاسه شوي دي، خو اوس لا هم له سختو دندو سره مخامخ يوو. نو موږ بايد ويښ اوهوښيار واوسيږو او په احتياطه دې کوښښونو ته دوام ورکړو او په مداومه توګه دې د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول کارونو ته لومړيتوب ورکړو.

شي جين پينګ په وو هان ښار کې د هوشنشان روغتون او د هو دونګ شين چنګ په نوم د ښارګوټي په شمول له زياتو ځايونو څخه تر ليدنې وروسته د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول په اړه د دې ولايت کاري راپور واورېد او ورپسې يې يوه مهمه وينا وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه چې د طبي ژغورنې کارونو ته دې لومړيتوب ورکړل شي، تر وسې پورې دې د علاج انډول زيات او د مړينې انډول ټيټ شي، د پياوړو طبي سرچينو او تخنيکونو د راغونډولو له لارې دې د کورونا ويروس پر ساري ناروغۍ اخته کسانو ته درملنې ورکړل شي او د اغېزمنو درملنو څېړنې او استعمال دې چټک شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای