CRI Online

شي جين پينګ: د چين کمونېست ګوند او خلک د وو هان له خلکو څخه ډېره مننه کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-10 21:03:20

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون مشر شي جين پينګ د مارچ په لسمه نېټه د هو بۍ ولايت په وو هان کې د نوي کورونا ويروس د ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول له چارو څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل، د وو هان خلکو په عمل کې ثابته کړه او د ستونزو پر وړاندې د چيني ملت د ګډو کوښښونو او متقابلو مرستو روحيه يې ژوندی وساتله. د چين کمونېست ګوند او خلک د وو هان له خلکو څخه ډېره مننه کوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای