په م م کې د چین استازي جانګ جون د روانې میاشتې په ۱۰مه نیټه له افغانستان سره د مرستې کولو غوښتنه وکړه ترڅو په دې هیواد کې بحران حل شي. د م م امنیت شورا په همدې ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ له توافقنامې هرکلی وښود. ښاغلی جانګ جون په خپله وینا کې دا څرګنده کړه چې د افغانستان اړوندې خواوې او امریکا باید د یاد تړون د پلی کولو لپاره ګډ کوششونه وکړي. بهرني ځواکونه باید په مسؤلانه توګه له دې هیواد څخه ووځي ترڅو د ترهګرو د بیرته فعالیدو مخه ونیول شي. نړیواله ټولنه باید په مداومه توګه د افغانستان له ملي امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي. هغه دا هم وویل چې چین د افغانانو په مشرۍ او حاکمیت سره له ټول شموله سوله ییز بهیر څخه ملاتړ کوي او د افغانانو خپلواکۍ ته درناوی کوي. بین الافغاني مذاکرات باید ژرترژره ترسره شي ترڅو د بیلابیلو خواوو لپاره د منلو وړ سیاسي ترتیبات رامنځته شي. هغه دا زیاته کړه چې چین به له نړیوالې ټولنې سره یو ځای د افغانستان د سولې ثبات او پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي.
ــــــزلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |